ټولنه

د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په نورستان کې هم ښې ټاکنې ترسره شوې

پارون باختر د لړم لومړۍ نېټه
د نورستان ولایت چارواکي وایي: د منډول او دواب ولسوالیو پرته په ټول نورستان کې د اتنخاباتو بهیر په شفافیت سره ترسره او ولسونو د امنیت په فضا کې د خپلې خوښې نوماند ته رایې وکارولې.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د باختر اژانس سیمه ېيز خبریال ته وویل چې دا لومړی ځل دی چې د دغه ولایت نارینه او ښځینه وو په دومره ګڼ شمېر سره انتخاباتو په بهیر کې ګډون وکړ.
اخوا بیا د نورستان ولایت د ټولټاکنو د کمېسیون مشر بشیر عمر وویل چې په ټول ولایت کې د رای ورکونې ۴۱ مرکزونه پلان شوي وو چې د هغوی له جملې څخه په ۲۶ مرکزونو کې رای اچونه ترسره شوې، خو په دواب، وانټ وایګل او د نورګرام په ولسوالیو کې د رای ورکونې پنځلس مرکزونه د بېلابېلو لاملونه له امله تړل شوي پاتې شول.
بشیر دا هم ومنله چې د ټاکنو  په ورځ د وسله والو د توغندیزو بریدونو له امله په برګمټال ولسوالۍ کې د  انتخاباتو دوه کارکوونکي او یوه میرمن ټپيان شوي دي.
ځايي سرچینې وايي چې دغه راز د ټاکنو په یو شمېر مرکزونو کې د نوماندانو په پلوي په ولسي وګړو کې هم اخوډب رامنځ ته شوي خو د مسوولینو په وینا د ټاکنو بهیر یې نه دی ګډوډ کړی.
د دې هرڅه سره، سره د نورستان  د نورګرام ولسوالۍ د ملیل درې ولسونو بیا د ټاکنو  په ورځ د وسله والو په وړاندې وسله وال پاڅون کړی وو څودغه سیمه له وسله  والو پاکه کړي او د انتخاباتو بهیر ته زمینه برابره کړي.
دغه پاڅون وروسته له هغې شوی چې وسله والو غوښتل د رایو د صندوقونو مخه ونیسی او د سیمی خلک د رایې له ورکونې څخه بې برخې کړي.
د نورستان ولایت اوسیدونکو هم د نورو ولایتونو په څېر د بایو مټریک سیستم له ستونزو سر ټکاوه.
دوی وايي چې د انتخاباتو د کمېسیون کارکوونکي د دغه سیستم په سم کارولو نه پوهیدل چې له امله یې رای ورکوونکي له ګڼو ستونزه سره مخامخ وو.
خو د کمېسیون چارواکي وایي: په هغو سیمو کې چې د امنیتی او یا هم د نورو ستونزو له امله ځنډ رامنځته شوی نور وخت هم ورکړل شوی څو هیڅوک هم له رای اچونې څخه پاتې نه شي.
په ولسیي جرګه کې نورستان دوې څوکۍ دي چې یوه يې د سړیو او یوه يې هم د میرمنو لپاره ځانګړې شوې ده او د دغو دوې  څوکیو لپاره اتلسو تنو نارینه او ښځینه وو ځانونه نوماندان کړي دي .
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته