فرهنګ

د هېواد د نامتو شخصيتونو لپاره سيمه ټاکل کېږي

کابل / د زمري لومړۍ / باختر
د پوه او نامتو شخصيتونو د آرمګاه لپاره د يوې ټوټې ځمکې د ټاکنې په موخه مقدماتي ناسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې چې د حج او اوقافو وزارت د استازي په شتون جوړه شوه؛ پوهاند محمد رسول باوري وويل چې د ادبي او فرهنګي شخصيتونو د آرامګاه لپاره د يوې مشخصې سيمې ټاکل په اصل کې د قلم، ادب او فرهنګ د خاوندانو د ژوندانه دورې خدمتونو ته درناوى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاور نذير زوى د يوې عملي او لارښوديزې طرحې د چمتو کولو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: په دې طرحه کې  بايد د هېواد د هغو نامتو شخصيتونو مشخصات چې په دې آرامګاه کې خاورو ته سپارل کېږي؛ ځاى کړاى شي. 
هغه دغه راز وويل چې يوه تخنيکي کمېټه چې د اطلاعاتو او فرهنګ او د حج او اوقافو وزارتونو، د علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او د کابل ښاروالۍ استازي پکې وي، وټاکل شي چې دغه طرحه چمتو کړي.
په ناسته کې وړانديز وشو چې د يادې سيمې له ټاکل کېدو مخکې، له يوشمېر فرهنګيانو، عالمانو او پوهانو سره سلا مشوره وشي او د هغوى نظريې په طرحه کې شاملې شي، وروسته يوه مناسبه سيمه وپېژندل شي او د منظورۍ په خاطر واکمنو مراجعو ته پيشنهاد وشي.
پاى ذ وهاج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته