د هېواد د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني د شهادت په اړه د افغانستان اسلامي امارت د تعزیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحيم
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اسـلامــــي امــــارت د مهاجرينو وزير صاحب الحاج خليل الرحمن حقاني نن له غرمې وروسته د خوارجو په يوه ناځوانمردانه برید کې شهید کړای شو.
انا لله و انا اليه راجعون
اسلامي امارت د حقاني صاحب مرحوم شهادت د اسلامي امارت مجاهدينو، کورنۍ او ټولو افغانانو لپاره يو ستره ضايعـــه بـولـي، نوموړې ته فردوس جنت، كورنۍ، دوستانو او متعلقينو ته يې د جميل
صبر او جزيل اجر دعا کوي.
الحاج خليل الرحمن حقاني د الله تعالى د لارې يــــو ســــتری مجاهد و چې ټول عمر يې د الله تعالى له دین څخه د دفاع په لاره کـــې پـــه جهاد، مهاجرت او ستړياوو کې تېر کړی و. نوموړی د یوې لوی جهادي کورنۍ غړی و چې د اسلام د دښمنانو لخوا يې په سر ۵ ميليونه ډالره جایزه ټاکل شوې وه.
خو متأسفانه نن د هغو خوارجو لخوا په شهادت ورسېد چې ځانونه مسلمان بولي او ماسيوا له ځان څخه نور مسلمانان تكفيروي.
د حقاني صاحب د شهادت په ډول بزدلانه عمل نشي کولای د مسلمانانو ارادې کمزورې کړي او يا زموږ د مستحكم اسلامي نظام په وړاندې د دسيسه جوړونکو کوم هدف ترسره کړي، بلکې داسې بزدلانه عمل د اسلام او دين د دښمنانو مخ توروي او د هغوی د شومو ارادو څرګندونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته