امنیت

د هېواد د ملي امنيت سلاکار د چک جمهوريت له سفير سره وکتل

کابل باخترد لړم دمياشتې٢نيټه : 
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب تېر ماښام د چک جمهوريت له سفير پتر اشتيپانګ سره وکتل.
د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د هېواد د ملي امنيت سلاکار د چک سفير ته په هرات ولايت کې د دغه هېواد د يوه عسکر د وژل کيدو له امله ډاډګيرنه وويله او له افغانستان سره يې په بيلابيلو برخو او په تېره بيا له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د همکاريو له امله قدرداني وکړه .
په دې کتنه کې دواړو لورو د بېلابېلو موضوعګانو او د ګډو همکاريو د پراختيا په باب خبرې وکړې.
په مقابل کې د چک جمهوريت سفير د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار د خواخوږۍ له امله مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې هېواد به يې د پخوا په شان په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره همکاري وکړي.
ده زياته کړه چې له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې به له افغانستان سره همکار او ژمن پاتې شي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته