د هېواد د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته ترسره شوه

کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د مالیې وزارت د بېلابېلو ریاستونو او د هېواد مستوفیتونو د مسئولینو په ګډون، آنلاین/پرلیکه ناسته ترسره شوه.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې په شفاف او سیسټماټیک ډول د عوایدو راټولولو، د عوایدي موخو د څېړلو، د روان کال بودجې د لګښت او د راتلونکي کال بودجې د پلان او همدا رنګه د مستوفیتونو ستونزو او وړاندیزونو په اړه خبرې شوې دي.
د ناستې په پای کې، د هېواد د مستوفیتونو مسئولینو، د اطاعت پذیرۍ، پر خپلو ژمنو پاتې کېدل او په ریښتينې توګه د ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛ د خپلو لاسته راوړنو او بریاوو پایلې یادې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته