د هېواد د سپورټ ادارې عمومي رئيس د کازان په کوربتوب (د راتلونکي نسل ورزشونو)  سياليو په پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ

کابل، د کب ۳مه، باختر

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق تاتارستان هېواد ته د خپل رسمي سفر په لړ کې پرون د تاتارستان- کازان په کوربتوب د Games of Future  (د راتلونکي نسل ورزشونو) سياليو د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ چې د مارچ تر درېيمې نېټې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې د ‍۱۰۷ هېوادونو نږدې ۲ زره ورزشکارانو ګډون کړی، چې په ۲۱ سبکونو کې به سيالۍ ترسره کړي.

د ( راتلونکي نسل ورزشونو) سيالۍ د ورزشي سياليو یوه نوې لړۍ ده، چې د لومړي ځل لپاره د کازان په کوربتوب په رسمي بڼه پيلېږي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د يادو سياليو نوښتګر او بنسټ اېښودونکی کازان ياد کړ او ویې ویل، سپورټ د دې لپاره دی، چې د هيوادونو او ملتونو تر منځ يووالی رامنځته کړي او بايد سياسي نه شي.

د يادو مراسمو په څنډو کې د هېواد د سپورټ ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د روسيې د سپورټ له وزير اولګ ماتيسين او د تاتارستان هېواد د سپورټ له وزير ولاديمير ليونوف سره په کتنه کې په سپورتي همکاريو او پرمختګونو خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته