ورزش

د هېواد د ساحلي فوټبال ملي ټيم په رده بندۍ کې صعود وکړ

کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه : 
د نړۍ د ساحلي فوټبال د کميټې په نوې رده بندۍ کې د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي ټيم صعود وکړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د خپرونو مسوول شفيع شاداب باختر آژانس ته وويل  چې د نړۍ د ساحلي فوټبال د ملي ټيمونو په نوې درجه بندۍ کې چې د ساحلي فوټبال د نړيوالې کميټې له خوا اعلام شوه، د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي ټيم د ١٧٦ امتيازونو په ګټلو سره له ٥٦ شميرې څخه ٥٢ شميرې ته او د آسيا له لسمې درجې څخه نهمې درجې ته صعود وکړ.
د نړۍ د ساحلي فوټبال د ملي ټيمونو په رده بندۍ کې ١١٣هېوادونه ګډون لري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته