کابل –باختر د وږي دمياشتې ٢٧
د هېواد د ساحلي فوټبال او د ملي ټيم ورزشکاران په نږدې راتلوونکي کې ويتنام ته ځي. د دغه سفر موخه په آسيايي سياليوکې ګډون بلل شوى دى.
د هېواد د فوټبال فدراسيون د ساحلي فوټبال د کميټې رييس روح الله رستګار نن باختر آژانس ته وويل: د آسيايي المپيک سيالۍ د تلې د مياشتې له دريمې نيټې څخه په څوارلسو ورزشي څانګوکې د ٤٧ هېوادنو په ګډون پيليږي او لس ورځې به دوام وکړي.
د رستګار د څرګندونو له مخې: په دغو سياليوکې له افغانستان څخه د ساحلي فوټبال لس تنه لوبغاړي او يو ښوونکى ګډون کوي او د افغانستان ټيم په څلورم ګروپ کې لومړى د جاپان له ټيم او بيا د چين له ټيم سره سيالي کوي.
ټاکل شوې ده په دغو سياليوکې د هندبال او واليبال ساحلي ټيمونه هم ګډون وکړي.
0 1 دقیقه لوستل