امنیت

د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د سترو مشرانو، د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت د قطعاتو او د غوڅ ملاتړ د قوماندانانو ترعنوان لاندې کنفرانس جوړشو

کابل / باختر د لړم  د مياشتې  ١٤  :

د ملي دفاعي او امنيتي ارګانونو د سترو مشرانو د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او د غوڅ ملاتړ د قوماندانانو ګډکنفرانس د هېواد د سياسي او پوځي حالت په پام کې نيولو سره په برياليتوب سره او په ښه توګه د دندو د ترسره کولو په لاره کې پرون د ملي دفاع وزارت په مقرکې جوړ شو.

د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: 

دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړيږي چې د سيمې د تروريستي او استخباراتي سازمانونو په ملاتړ او د بهرنيو تروريستي شبکو او بانډونو د غړو او سلاکارانو  په فعال ګډون سره په زياترو ولايتونوکې د دښمن تحرکاتو او فعاليتونو زور اخيستى دى او غواړي چې خپل انساني ضد او اسلامي ضد پلانونه او هدفونه عملي کړي. خو د هېواد ملي او دفاعي ځواکونه په خپل تاريخي مسووليت په پوهيدو سره د خپلو ميړنيو او مجاهدو پلرونو او نيکونو په شان په غوڅه توګه د سولې اوثبات له دښمنانو سره مقابله کوي او نه پريږدي چې د پرديو نوکران او ډار اچوونکي خپل کرغيړنو هدفونو ته ورسيږي.

په کنفرانس کې څرګنده شوه چې د دښمنانو د ورانکارو او شوکمارو عملونو له امله زموږ ګن شمېر مسلمان او ځوريدلي هېوادوال شهيدان او ټپيان شول او زيات مالي تاوان ورته واوښت چې شهيدانو ته د لوى خداى (ج) له دربار څخه د فردوس جنت اوټپيانو ته دبيا روغتيا هيله کيږي .

په کنفرانس کې د کشفي ارګانونو دفعاليتونوڅرنګوالى، په فعاليتونوکې د بيلابيلو شاملو ارګانونو ترمنځ ګډې هڅې، د پلان جوړولو څرنګوالى او ميکانيزم، د فعاليتونو ترسره کول، د قوتونو ځاى پرځاى کول او نورې اړوندې موضوعګانې وڅيړلې شوې .

کنفرانس د هېواد  د دفاعي او امنيتي ځواکونو د قطعاتو او جزوتامونو د محاربوي فعاليتونو د مثبتو نتيجو او برياليتوبونو د ستاينې په ترڅ کې چلنجونه، کمزورتياوې او ناخوالې بيان کړې او د هغو د له منځه وړلو په لاره کې جدي او مشخص تدبيرونه ونيول شول.

په هېوادکې د سولې او ټيکاو تامينول، د ملکي وګړو د سر د زيان مخنيوى، د قطعاتو او جزوتامونو دظرفيت لوړول، ګډې هلې ځلې او همغږي، دقوتونو په ځاى پرځاى کولو بيا کتنه، د دولتي واکمنۍ پراختيا، د لويو لارو دامنيت تامينول، د ژمنيوعملياتو د کمپاين ملاتړ او تحقق، د ستراتيژيکي ارتباطاتو تامينول او د خلکو د ملاتړ جلبول د هېواد ملي او دفاعي ځواکونو د اساسي هدفونو په توګه مشخص شول .

په دغه کنفرانس کې د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ د هېواد له خلکو او له ملي او دفاعي ځواکونوسره د ناټو د ژمنه شويو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

د کنفرانس برخه والو د دولت له وسله والومخالفينو څخه وغوښتل: اوس نړيوال پوځيان له افغانستان څخه وتلي او د هېواد د دفاع مسووليت د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونوپه غاړه دي، له دې امله د جګړې، تاوتريخوالي او د هېواد د ويجاړولو د دوام په باب کوم دليل شتون نلري. نو له فرصت څخه په استفادې سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سولې غږ ته هرکلى ووايئ او سوله ييز ژوند ته مخه وکړئ او له دې زيات د پرديو په لمسون د ځوريدلو خلکو د شهادت او ځورونې سبب مه کيږئ او د يو افغان په توګه د هېواد په ودانولو او د سولې په تامينولوکې وڼده واخلئ؛ له دې پرته د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه تاسو ته اجازه نه درکوي چې خپلو ورانکارو عملونو ته دوام ورکړئ .

کنفرانس اعلاموي چې د افغانستان  دفاعي او امنيتي ځواکونه په الهي نصرت ، د مسلکي ښوونې او روزنې په ترلاسه کولو، دمحاربوي وسلو او تخنيک او دمدرنو او پرمختللوتجهيزاتو په لرلو د لوړ مورال او روحيې، د ملي وحدت د دولت او حکومت د مشرتابه په تېره بيا د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس  او د وسله وال پوځ د اعلى سر قوماندان په دايمي پاملرنې، د هېواد د پتمنو او مجاهدو خلکو او پارلمان، عالمانو او روحانينو، مدني ټولنې، سياسي او ټولنيزو سازمانونو او د هېواد د رسنيو په هر اړخيز ملاتړ سره د هېواد د دفاع وړتيا او  ځواکمني لري، مسلمانو او مجاهدو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو په ليکوکې ستاسې بچيان د هېواد د ځوريدلو خلکو  د عزت او پت او د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په  لاره کې په خپلې ژمنې وفادار دي او د کورنيو او بهرنيو دښمنانو هيڅ راز توطيه، پلان او تحرک نه شي کولاى زموږ په اراده او ژمنه کې خلل پيدا کړي. انشاالله موږ په خپل دغه مقدس هدف کې بريالي  کيږو او په دې لاره کې سرښندنه او ځان تيريدنه موږ ته وياړ دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته