فرهنګ

د هېواد د جمهور رېیس په شخصي لګښت د ميرويس نيکه کلا بيارغول کېږي

قلات باختر د لیندۍ د میاشتې ۵ مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فني کارکوونکوپه زابل ولایت کې د خپل سفر په ترڅ کې د ميرويس نيکه له کلا څخه کتنه وکړه.
د ميرويس نيکه کلا چې د زابل په شينکۍ ولسوالۍ کې پرته ده د زیات لرغونتوب له امله د ویجاړېدو په حال کې ده.
د زابل ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د تاريخي ابداتو مدير رحمت الله دروېش چې له فني کارکوونکو سره يې د شينکۍ ولسوالۍ ته سفر کړی وو، د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د ميرویس نيکه کلا چې په پنځه اویا ـ پنځه اویا مترمربع ځمکه کې جوړه شوې ده د زیات لرغونتوب له امله ویجاړ شوې او بیا رغونې ته اړتیا لري.
هغه وايي چې دغه کلا څلور برجونه او دوه دروازې لري چې يو برج يې په خښتو سره پوښل شوی او تر اوسه روغ دى، خو پاتې نور برجونه يې ويجاړ شوي دي.
هغه زياتوي چې په دغه ولایت کې لسګونه تاريخې ځایونه او ابدې شتون لري،خو د نه پاملرنې له امله يې يو شمېر له منځه تللي دي او پاتې نور يې هم د منځه تلو په حال کې دى.
دروېش وايي که يادې کلا ته پاملرنه ونه شي،نو لرې نه ده چې پاتې برخې يې هم له منځه لاړې شي.
په ورته وخت کې بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه تللي فني کارکوونکي وايي چې د دغې کلا په اړه يې ټول معلومات راغونډ کړي دي چې په رغولو به يې تر پنځه ويشتو میليونو افغانيو پورې لګښت راشي.
هغوی ډاډ ورکړی چې د میرویس نيکه کلا لپاره بودجه ځانګړې شوې ده او په نږدې راتلونکي کې به يې د بيارغولو چارې پیل شي.
د یادونې وړه ده چې د یادې کلا څخه په داسې حال کې فني کارکوونکي کتنه کوي کله چې د هېواد جمهور رېیس د ځايي اوسیدونکو په غوښتنه د دغې کلا د بيارغولو ژمنه وکړه.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته