سیاست

د هېواد د بهرنيو چارو وزير د جنوبي او مرکزي آسيا په چاروکې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيوچارو د معاونيت له سرپرستې سره وکتل

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
د افغانستان د اسلامي  جمهوريت  د بهرنيو چارو  وزير صلاح الدين رباني نن د جنوبي او مرکزي  آسيا په چاروکې دامريکا دمتحده ايالاتو  دبهرنيو چارو وزارت د معاونيت  له سرپرستې ميرمن الس ولز سره په کابل کې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ:
د دغې کتنې په بهېرکې لومړى ميرمن ولز له افغانستان سره دوه اړخيزې همکارۍ  او اړيکې د امريکا  متحده ايالاتو ته ګټورې وبللې او ټينګار يې وکړ  چې د افغانستان په وړاندې د دغه هېواد د پاليسۍ د بياکتنې د وخت اوږدوالى په امريکا کې اوسنۍ ادارې ته د هغې د جديت او اهميت  نښه نښانه ده.
دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکي مشارکت موافقه ليک او دوه اړخيز امنيتي موافقه ليک د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو د اهميت نښه نښانه وبلله او هيله يې څرګنده کړه چې د افغانستان په وړاندې ددغه هېواد نوې پاليسۍ په نږدې راتلوونکې کې بشپړه او اعلام شي.
د دغې کتنې په دوام دواړو لورو د هېواد د سياسي او امنيتي حالاتو، د افغانستان د سولې د بهير، د افغانستان په رهبرۍ او مالکيت په دې بهيرکې د پرمختګونو او لاسته راوړنو او په دې لاره کې په همکارۍ کې د هېوادونو د رول په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته