د هېواد د بهرنيو چارو وزير ترکيې ته لاړ

کابل / د غبرګولي ٢۸مه / باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د ترکيې جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير مولود چاووش اوغلو په بلنه د آنتاليا په ديپلوماسۍ غونډه کې د ګډون په خاطر تېرماښام دغه هېواد ته لاړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د آنتاليا ديپلوماسۍ غونډه د نړيوالو مهمو موضوعوګانو په اړوند خبرو په خاطر د سياسي مشرانو د بهرنيو چارو وزيرانو، ديپلوماتانو او پوهانو په ګډون جوړېږي.
په دغه سفر کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان، ترکيې او ايران په درې اړخيزه غونډه کې هم ګډون کوي.
اتمر د دغې غونډې ترڅنګ په خپلو کتنو کې به له سيالانو او سيمه ييزو او نړيوالو شريکانو سره یې د ګډو موضوعګانو په اړوند خبرې وکړي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته