امنیت

د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثانو د استوګنې د زرو اپارتمانونو د جوړولو پروژه پرانیستل شوه

کابل باختر د ليندي اوومه
د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثانو د استوګنې د زرو اپارتمانونو د جوړولو پروژې مراسم نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس  محمد اشرف غني په وینا په ارګ کې پرانیستل شول.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې د کابینې یوشمېر غړو، د جمهوري ریاست سلاکارانو، د افغانستان لپاره د قطر نا استوګن سفیر او د الغرافه خیریه بنسټ رئیس شیخ علي بن عبدالله ال ثاني او د هغه هېواد ځینو ډیپلوماټانو حضور درلود، د ښاراوکور جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د یادې پروژې په اړه معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل: نن د مسکن جوړولو لپاره زمونږ د خلکو د غوښتنو د پوره کېدو نېکمرغه ورځ ده. هغه په افغانستان کې دپانګونو له امله د الغرافه خیریه بنسټ رئیس شیخ علي بن عبدالله ال ثاني ځانګړې قدرداني وکړه او د  ښاراوکور جوړولو وزارت او اړوند بنسټونو هڅې یې وستایلې.  
جمهوررئیس د افغانستان لپاره د قطر نا استوګن سفیر ته په خطاب کې وویل: څو کاله مخکې مو له افغانستان سره د همکارۍ اساس کېښود چې نن یې د مثبتو پایلو شاهدان یوو. هغه زیاته کړه، دا پروژه یوازې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثانو په پام کې نیول شوې ده.
جمهوررئیس همداراز زیاته کړه، په ټولو ساختماني اومسکن پروژو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته چې د هېواد دفاع لپاره یې زیاتې قربانۍ ورکړي، لومړیتوب ورکول کېږي.
د ښاراوکور جوړولو وزیر په دې اړه وویل، دا پروژه چې تر کار لاندې ده د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثانوپه کې د استوګنې زر اپارتمانونه په پام کې نیول شوې چې د افغانستان لپاره د قطر نااستوګن سفیر او د الغرافه خیریه بنسټ رئیس شیخ علي بن عبدالله ال ثاني یې  تمویلوي.
د ښاراوکور جوړولو وزیر وویل، د یادې پروژې د جوړولو تفاهم لیک دوه کاله مخکې دښاراوکور جوړولو وزارت او الغرافه خیریه بنسټ لاسلیک کړی وو چې په دوو کلونوکې د استوګنې اپارتمانونو د جوړولو سیمه مشخصه او طرحه او ډیزاین یې هم بشپړشو.
هغه د ښاري سکتور پیاوړتیا په ځانګړي ډول د شهیدانو کورنیو ته د مسکن برابرولو په خاطر د جمهوررئیس د پاملرنې او ملاتړ قدرداني وکړه او څرګنده یې کړه، مستحقو کورنیو ته د مسکن برابرول د جمهوررئیس او حکومت په لومړیتوبونو کې دی.
د ښاراوکور جوړولو وزیرله افغانستان سره د الغرافه خیریه بنسټ د رئیس شیخ علي بن عبدالله ال ثاني او د هغه د هېواد د همکاریو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، شیخ علي بن عبدالله ال ثاني موافقه کړې چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۱۰۰ میلیون ډالره مرسته کوي.
شیخ علي بن عبدالله ال ثاني د افغانستان جمهوررئیس او خلکو ته د خپل هېواد د رهبرۍ نېکې هیلي وړاندې کړې او د افغانستان د ابادۍ په برخه کې یې د جمهوررئیس غني ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې همداسې به د افغانستان حکومت سره همکار وي.
د الغرافه خیریه بنسټ رئیس په فراه ولایت کې د خرما بڼ جوړولو لپاره پانګونې ته په اشارې وویل، په دغه ولایت کې  تر راتلونکي یو کال پورې زموږ پانګونه ثمر ته رسېږي او هیله ده چې دا پانګونې د ټولو پانګه والو د هڅونې لامل شي.
د یادونې وړ ده چې د استوګنې زر واحدونو جوړولو پروژه به د کابل خوشحال خان مېنه کې د ملي بس تصدۍ اړوند جایداد کې تطبیق شي.  پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته