امنیت

د هېواد د امنيتي ځواکونو د ميړانې او زړورتيا د درناوي په خاطر يوه غونډه جوړه شوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٠ :
د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې د ښې نمانځنې او د هېواد د امنيتي ځواکونو د ميړانې او زړورتيا له امله د قدردانۍ په خاطر نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهنمل نبي فراهي په مشرۍ په دغه وزارت کې يوه غونډه جوړه شوه.
دباخترآ ژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو او د فرهنګي چارو د معينانو، د ژورناليستانو د ملي اتحاديې  د مسوولينو عبدالحميد مبارز او فهيم دشتي، د سفما د مسوول ضيا بوميا او د ملي آرمان د ورځپاڼې د مسوول مير حيدر مطهر په شمول د خبري او ژورناليستيکي بنسټونو او رسنيو د يوشمېر رييسانو په ګډون جوړه شوه؛ په ښه توګه د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې د بهير د نمانځنې د څرنګوالي او له دولتي او خصوصي رسنيو سره په همغږۍ کې د هېواد د امنيتي ځواکونو د ميړانې او زړورتيا د قدردانۍ په باب خبرې وشوې .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د خبرو په ترڅ کې د دولتي او خصوصي  رسنيو له خوا د ګردي ميزونو د جوړولو، د عکس د نندارتونونو د جوړولو، د حماسي شعرونو او د ادبي پارچو د برابرولو، لاسي صنايعو، افغان ځواکونو ته  د مسووليتونو د ليږدوني د نمانځنې د مياشتې په مناسبت د رپوټونو په برابرولو، د مستندو فلمونو په ښودلوچې په تيرو ديارلسو کلونوکې  د افغان امنيتي ځواکونو د سرښندنو او تلواليو څرګندوي وي ، دحماسي موسيقۍ او کنسرتونو د اجرا کولو، د ميرمن ريزه ګل د ستاينې او د امنيتي ځواکونوپه باب د ادبي شعرونو    د لوستلو او ميرمن ريزه ګل او د امنيتي ځواکونو يوشمېر مستحقوکسانو ته د ستاينې د لوحې  په ورکولو باندې ټينګار وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د خصوصي رسنيو  د جوړولو د څرنګوالي د جوړولو د مسودې د بشپړولو او په دغو رسنيوکې د کار او د کاپي ر ايټ د قانون د تعديل په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه طرحې د خبري بنسټونو او د رسنيو دمسوولينو  په سلامشورې سره بشپړې شوې دي چې په راتلوونکې اوونۍ کې به د قوانينوکميټې ته وليږلې شي.
په دې غونډه کې برخه والو هم په دغو برخوکې خپلې نظريې او وړانديزونه بيان کړل او  داطﻻعاتو او فرهنګ وزارت سره يې خپله همکارۍ او همغږۍ څرګنده کړه او په برياليتوب سره افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې او د افغان  ځواکونو د ميړانې، زړورتيا او اتلوالۍ د نمانځنې په خاطر تطبيقي پلان مننظور شو.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت د معينانو او رييسانو او د آزادو رسنيو د مسوولينو په ملګرتيا د شهيد زبيرکورته لاړ او دشهيد زبير او د هېواد د نورو شهيدانو  پاک روح ته د دعا د کولو په ترڅ کې يې د نغدې مرستو په ورکولو سره د شهيد د کورنۍ د احوالو پوښتنه وکړه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او ملګرى هيئت يې د بلاسم  روغتون ته لاړ او د خورشيد ټلويزيون د خبريال بابرزي پوښتنه يې وکړه.
پوهنمل نبي فراهي د بلاسم روغتون د رياست د خدمتونو د قدردانۍ په ترڅ کې د بابرزي د روغتيايي حالت پوښتنه وکړه چې ددغه روغتون درييس له خوا معلومات ورکړاى شول او وويل شول چې د ده روغتيايي حالت د قناعت وړ دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته