امنیت

د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ په فراه کې ونمانځل شوه

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٠
د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ پرون په فراه ولايت کې ونمانځل شوه،
په هغى غونډه کې چې له همدې امله په دغه ولايت کې د دويمې پلې لوا په تالار کې جوړه شوې وه؛ د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ميړانې او سرښندنې وستايلې شوې.
په دې غونډه کې د ملکي او پوځي ادارو يو شمېر رييسانو، په وار سره د افغان امنيتي ځواکونو د سرښندنو او ميړانې او په ټول هېوادکې د امنيت په تامينولو کې د هغو د رول په باب خبرې وکړې.
دوى په خپلو خبروکې د هغو سورکفنو  شهيدانو ميړانې او سرښندنې چې د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې جنګيدلي دي؛ وستايلې.
د دويمې پلې لوا قوماندان جلال الدين جلال وويل: زموږ امنيتي ځواکونه بايد د سيمې د سياست تر فشار لاندې ونه نيول شي او دغه راز د فراه ولايت امنيتي مسوولينو د هېواد ټولو خلکو ته ډاډ ورکړ چې په هر راز شرايطوکې د دولت د وسله والو مخالفينو ځپلوته چمتو دي.
په پاى کې هغه ستاين ليکونه چې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د قوماندانۍ له خوا منظور شوي و؛ په يو شمېر سرتيرو او افسرانو وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته