کابلباختر د وري د مياشتې ٢٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې د هېواد له یو شمېر جهادي رهبرانو، سیاسي مشرانو او د سیاسي ګوندونو له استازو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې جمهور رئیس غني د سولې پروسې او له پاکستان سره د دولت په دولت خبرو اترو د پیل په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
هغه وویل، د افغانستان حکومت د سولې طرحه له داخلي، سیمه ییز او بین المللي ملاتړ څخه برخمنه ده او د سولې لپاره یې شرایط برابر کړي دي.
د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو هم د سولې او دولت په دولت د خبرو اترو په اړه خپل لیدلوری څرګند کړل او هغه یې د دواړو هېوادونو د خلکو او دولتونو په ګټه وبلل او پر سیاسي اجماع او د داخلي، ملي او بین المللي مسایلو په اړه د مشورو پر دوام یې ټینګار وکړ.
جمهور رئیس غني وویل، زه پر مشورو باوري یم او له سیاسي جریانونو، ملي شورا، مدني بنسټونو، رسنیو، ښځو او له بېلابېلو قشرونو سره د مشورو لړۍ ته به ادامه ورکړم. پاى- سعيده
0 1 دقیقه لوستل