امنیت

د هېوادکې په بېلابېلو سيموکې ۳۷ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دسلواغې ۱۳ مه
د هېواد په بېلابېلو سيموکې ٣٧ تنه ډار اچوونکي د امنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد دفاعي ځواکونو په تېرو  ٢٤ ساعتو کې  ٩ پلان شوي چانيز او يرغليز عمليات د دښمن د ځالو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سيموکې ترسره کړل چې له امله يې ٣٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول، ٩ تنه ټپيان او  ٧ تنه مشکوک کسان ونيول شول.
دغه عمليات د هوايي قواوو په ملاتړ د کاپيسا، غزني، قندهار، روزګان، هرات وبادغيس، فراه، بلخ، جوزجان، بغلان، فارياب او د هلمند په ولايتونوکې ترسره شول .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته