د هېوادپه جنوب کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه
کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٨مه امنيتي ځواکونو د نېکمرغه کوچني اختر په درېيمه او څلورمه ورځوکې د قندهار، روزګان، زابل او د هلمند ولايتونو له ګڼ مېشتو لارو او سيمو څخه ٢٠ ماينونه کشف اوشنډ کړل. د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي چې دغه ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف اوشنډ کړاى شول . تر اوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى، خو دهېواد په جنوب کې پوځي مقامات وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولو عاملين بولي. وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼ مېشتو لارو او سيمو کې د ماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي. ختم_ج _ اکرم