د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۴ تنو ترهګرو وژل کیدل
کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٢٤ نېټه
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتو کې۱۲ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۵ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی د افغانستان هوایي پوځ الوتکواتلس الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي .
دعه عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کونړ، کاپیسا، پروان، غزني، قندهار، سرپل، بلخ، جوزجان، تخار او دهلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي چې په پایله کې يې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان، د فاریاب ولایت د دولت آباد او قیصارپه ولسوالیو کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نورټپيان او د قندهار ولایت د شا ولیکوټ په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.
همدا راز د نیمروز ولایت د دلارام په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، د غزني ولایت د ګیرو او اندړو ولسوالیو کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان او د لغمان ولایت د علینګارپه ولسوالۍ کې ۲ تنه ټپیان شوي دي .
پاى فضل واحد