کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٧ :
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او يرغليزو عملیاتو کې چې د خلکو د سر او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د یو تن سیمه يیز قوماندان په ګډون ۱۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
دغه ګډ عملیات چې د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا ، خوست ، کندهار، کندز فاریاب ، تخار او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د هلمند ولایت د موسی کلا په ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه سیمه يیز قوماندان په ګډون ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي، د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې ۴ تنه طالب تروریستان وژل شوي او یو تن ټپي او د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی .
همدا راز په دغو عملیاتو کې د زابل ولایت د ترنګ او جلدک په ولسوالۍ کې ۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی ، د کونړ ولایت د پیچ درې په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار په اړوند سیمه کې ۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او یو کرولا ډوله موټر له منځه وړل شوی دی .
ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي هوډ او اراده لري.
1 1 دقیقه لوستل