امنیت

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې دچانیزو عملیاتو دوام

کابل باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه :                                          د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۹  ګډ تعرضي اوچاڼیزعملیات د خلکود ځان او مال د ساتلو اود ترهګرو د له  منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره کړي دي.
دغه ګډ عملیات د ننګرهار، غزني، روزګان ، زابل، فراه ، فاریاب او کندز په ولایتونو کې تر سره شوي چې په نتيجه کې د کونړ ولایت په ماڼوګي  ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر له ۲ مارکو ټوپکونو او یوې  تومانچې  سره ونیول شول ، د غزني ولایت په مرکز اړوند په  اسفندی  سیمه کې ۱۰ ماینونه کشف اوشنډ  کړاى شوي دي ، د روزګان ولایت دخاص روزګان په ولسوالۍ کې د دښمن ۳ قرارګاوې له منځه وړل شوي او د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې یوه پیکا او یو توغندی د ملی اردو ځواکونو لاس ته  را غلي دي .
دغه راز افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هغو ۱۲ تنوماین پاکونکو  د برخه لیک او خوشې کیدو  لپاره چې د کونړ ولایت  د دره پیچ ولسوالۍ د بارکندې په سیمه کې د داعشيانو له خوا برمته شوي، له هیڅ ډول کوښښ   څخه  ډډه نه کوي.
د هیواد هوایي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۶ وظیفوی ، ۱۰ هوایي او ۹ تعلیمي الوتنې تر سره کړي، چې دا  د هوائی ځواکو د ښې وړتیا او ظرفیت ښکارندویی کولاي شي.
ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي.               ملي اردو د تروریستانودځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.                   پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته