سیاست

د هیواد د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د روسیې له سفیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

-کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د پرون په کابل کې د روسیې فدراتیف جمهوریت له سفیر ښاغلي الکساندر مانتیتسکي سره وکتل.
دملي امنيت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر سیاسي او نظامي اړیکو او همکاریو خبرې وشوې. ښاغلي مانتیتسکي ازبکستان هیواد ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال په ازبکستان هیواد کې د روسیې له سفیر سره د ولسمشر د کتنې په اړه خپل نظر او د خبرو د اجنډا مهم ټکي د ملي امنیت له سلاکار سره شریک کړل. په کابل کې د روسیې سفیر د افغان دولت او اسلامي حزب تر منځ د سولې له خبرو څخه دملاتړ ترڅنګ د خبرو مثبتې پایلې ته امیدواري ښکاره کړه. ښاغلي مانتیتسکي د افغانستان اسلامي جمهوریت  او روسیې فدراتیف جمهوریت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو سند چې ټاکل شوي د دواړو هیوادونو د سیاسي او نظامي همکاریو د پراختیا په موخه لاسلیک شي د وروستیو پرمختګونو په اړه د ملي امنیت سلاکار ته معلومات وړاندې کړل او دواړو لورو یې په اړه نظریات شریک کړل.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ازبکستان هیواد ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پرمهال په ازبکستان کې د روسیې له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو په باب د کتنې او وړاندیز شوې اجنډا په اړه د روسیې سفیر ته خپل نظر څرګند کړ. ښاغلي اتمر همدارنګه له اسلامي حزب سره د افغان دولت د سولې له خبرو څخه د روسیې فدراتیف جمهوریت له ملاتړ څخه قدرداني وکړه او د سولې په خبرو کې یې له وروستیو پرمختګونو څخه د روسیې سفیر ته لنډ معلومات هم وړاندې کړل. په دې کتنه کې د یو شمیر نورو موضوعاتوپه باب هم خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یو ځای د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه تاشکند ته ولاړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته