خبرونهفرهنګ

د هډې اثارو د ترميمولو د پروژې روزنيز ورکشاپ جوړ شو

۴۲- کابل / د ليندۍ ٤مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په وينا سره نن د هډې اثارو د ترميمولو د پروژې روزنيزورکشاپ په ملي موزيم کې په کار پيل وکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ دغه روزنيزورکشاپ د ملي موزيم رياست د امريکا د متحده ايالاتو د شيکاګو پوهنتون د ختيځ پېژندنې انستيتوت په همکارى جوړ کړى دى .
د دغه روزنيزورکشاپ د پرانستلو په مراسموکې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر معين په خپله وينا کې وويل چې دغه ورکشاپ له نويو لارو چاروسره د لرغونو اثارو د ترميمولود برخې د منسوبينو د زياتې بلدتيا په مقصد جوړ شوى دى او زياتره د هدې د اثارو پر ترميمولو چې په ملي موزيم کې دي متمرکز دى.
هغه زياته کړه په دې روزنيز ورکشاپ کې د امريکا د شيکاګو پوهنتون دوه تنه ماهران په انلاين ډول او دغه راز د ملي موزيم ماهرانو برخه والو ته د تاريخي اثارود ترميمولو د لارو چارو په باب لوست ورکوي.
پوهاند باوري وويل چې د لرغونواثارو ترميمول په موزيمونواو لرغون پېژندنې په انسيتتوتونو کې له مهمو دندو څخه دي اوزياتره هغه اثار چې د کېندنوپه بهير کې د لرغون پېژندونکو په واک کې ورکول کېږي ماتې اوټوټې ټوټې دي.
هغه زياته کړه له دې امله مهمه ده چې بايد د تاريخي اثارو د ترميمولو ماهران ولرو.
وروسته د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې روزنيزورکشاپ کې د يوشمېرولايتونو د اطلاعاتواوفرهنګ او د مرکز د رياستونو د تاريخي اثارو د ترميمولو د برخې مسوولينو ګډون کړى دى او د هډې له لرغونو اثارو په استفادې سره به د اثارو د ترميمولو له نويولارو چارو سره بلد شي .
دغه راز په دې مراسموکې د امريکا د شيکاګو پوهنتون د فرهنګي ميراثونود مرکز رييس اوپه کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د عامه اړيکو د ديپارتمنت د فرهنګي برخې مرستيال د ويديو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
هغوى په خپلو خبروکې د دغه رونيز کارګاه د جوړولوپه خاطر د ملي موزيم د نوښت قدرداني وکړه او خوښي څرګنده کړه چې د لرغونواثارو د ترميمولو د روزنې په لاره کې د افغانستان له ملي موزيم سره همکاري کوي.
دغه راز هغوى د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت سره د خپلو زياتوهمکاريو ډاډ ورکړ.
دغه روزنيزورکشاپ دوه ورځې نور هم دوام کوي.
ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته