_کابل باختر د زمري اتلسمه :
اته تنه ډار اچوونکي د هېواد په جنوب قندهار ولايت کې د پوځيانو په ناڅاپي بريد کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار په ميوند ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې په يوې امنيتي پوستې د بريد لپاره چمتو شي .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې بريد کې د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ويل کېږي چې په دې جګړه کې پوځيانو اوکليوالو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم- ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ