ښوونه او روزنه

د هيواد په ٣٢ حوزوکې د کانکور آزموينه اخستل شوې ده

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
په ټول هيوادکې د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت د کانکور د آزموينو د ٣٨ حوزو له جملې څخه تراوسه پورې په ٣٢ کې آزموينه اخستل شوې ده.
د لوړو زده کړو وزارت وياند پوهندوى عبدالعظيم نوربخش نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: تراوسه پورې د کانکور د آزموينې د اخستلو بهير د قناعت وړ دى او يواځې د پروان، بلخ، هرات، ننګرهار، کندز او د کابل د ولايتونو د آزموينو د حوزو د داوطلبانو د کانکور آزموينه پاتې ده او د بغلان او فارياب په ولايتونوکې هم د آزموينې د اختسلو بهير دوام لري.
نوربخش زياته کړه: په ټوليزه توګه د ١٣٩٣ – ١٣٩٤ کال لپاره د کانکور په آزموينه کې به له ټول هيواد څخه ٣٠٠ زره تنه داوطلبان ګډون وکړي او تراوسه پورې١٤٠زرو تنو دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دکانکو آزموينه ورکړې ده .
ده زياته کړه چې د پروان ولايت په حوزه کې د کانکور د آزموينې د اخستلو لپاره تيارى نيول شوى دى او د روانې اوونۍ په وروستيوکې به د دغې حوزې د داوطلبانو آزموينه واخستل شي.
دغه راز د راتلوونکې اوونۍ په بهيرکې د بلخ او د هرات د ولايتونو د داوطلبانو آزموينه اخستل کيږي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند وويل: که چيرې کومه تخنيکي ستونزه رامنځته نه شي؛ د کابل د حوزې د کانکور آزموينه د سلواغې د مياشتې په پيل کې په څو دوروکې اخستل کيږي چې ٧٠ زره تنه داوطلبان په پکې ګډون وکړي او له دې جملې څخه چې په آزموينه کې بريالي شي څه ناڅه ٥٥ زره تنه يې د لوړو زده کړو په موسسوکې منل کيږي.
نوربخش زياته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت د عدالت د تامينولو او په شفاف ډول د کانکور د آزموينې د اخستلو لپاره پرله پسې هلې ځلې کوي او په همدې مقصد د لوړو زده کړو پوهنې، ماليې، کورنيو چارو، د ملي دفاع ، مخابراتو او د معلوماتې تکنالوژى، حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ او د ترانسپورت د وزارتونو ، د ملي امنيت د لوى رياست او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په ټاکلو ګډون د کانکور ملاتړيزکميسيون جوړ شوى دى چې په ټاکلو حوزوکې په شفاف او ښه ډول د کانکور د آزموينې د اخستلو په مقصد د چلنجونو او د لازمو تياريو د څيړنې په خاطر په اوونۍ يوځل غونډه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته