د هيواد په شمال ختيځ کې زلزله وشوه

کابل باختر دکب دمياشتې ١١:
نن دغرمې په ١٢ بجو او ٥ دقيقو يوې سختې زلزلې د هېواد شمال ختيځ ولايتونه ولړځول.
د بغلان ولايت له پيښو سره د مبارزې دملي ادارې رئيس محمدنصيرکهزا د باختر آژانس خبريال ته وويل : ددغې زلزلې مرکز د بغلان ولايت دى خو ده د ځاني اومالي زيان په باب څه نه دي ويلي .
جزئيات وروسته خپريږي .