ښوونه او روزنه

د هيواد په تودو سيموکې د تعليمي نوى کال د پيل کيدو په اړه د هيواد د جمهور رييس ښاغلى حامدکرزى پنځلس ورځنى راډيويي وينا

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
د هيواد په تودو سيموکې د تعليمي نوى کال د پيل کيدو په اړه د هيواد د جمهور رييس ښاغلى حامدکرزى پنځلس ورځنى راډيويي  وينا
الحمدلله رب العالمين وصلواة و السلام على خاتم النبين.
ګرانو هيوادوالو، درنو خويندو او ورونو!
السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته.
څو ورځې د مخه د هيواد د تودو سيمو د ښوونځيو،  مدارسو، پوهنتونونو او نورو عالي تعليمي موسسو نوى کال پيل شو. زه يوځل بيا ټولو شاګردانو، ښوونکو او استادانو ته د دې نوى تعليمي کال د پيل کيدو مبارکى وايم.
  ګرانو هيوادوالو!
په هيوادکې د تعليم د پراختيا او ترقۍ وروستۍ څپه ډيره اميد واره کوونکې ده. زموږ په ښوونځيو، مدارسو، پوهنتونونو او نورو تعليمي موسسوکې د شاګردانو شمېرکال تربله زياتيږي. دا زيات توب موږ ته راښيي چې دهيواد دهرګوټ په خلکو کې د وطن د اولاد تعليم ته توجه زياته  شوې ده اوموږ ټول دې نتيجې ته رسيدلي يو  چې د هيواد د پرمختيا، ترقۍ او دهيوادوالوسوکالۍ په معاصرو علومو او مسلکي مهارتونو له زده کړې پرته ناممکن دي، نوځکه موږ ټول دا غواړو چې بچي مو سبق ووايي اوتعليم يافته شي او د پوهې او علمي تجربې په برکت مو هيواد لا آباد شي.
  خويندو اوورونو !
اوس چې د هيواد په تودوسيموکې زموږ کوچنيانو او ځوانانو د دوبي د رخصتيو وروسته په خپلوتعليمي موسساتوکې نوى تعليمي کال پيل کړى، اميد دى چې په دې نوى تعليمي کال کې به د دې سيمو ډيرکوچنيان، نجونې اوهلکان ښوونځي ته شامل شوي وې ، زه دلته د دې سيمو پر ټولو اوسيدونکو ږغ کوم چې دمکتب دسن کوچنيان که هغه  هلکان دي اوکه نجونې ضرور په ښوونځيو او مدارسوکې  شامل کړي. په ښوونځيو او مدارسوکې د خپلو کوچنيانوپه شمول سره د خپلوکوچنيانو خپلې کورنۍ او د خپل هيواد آينده روښانه کړي.
  ګرانو هيوادوالو !
دلته د يادونې وړ بولم چې زموږ په ټول هيوادکې د دولتي ښوونځيو، پوهنتونونو او تعليمي موسسو ترڅنګ خصوصي ښوونځي، تعليمي موسسې او پوهنتونونه هم فعال دي اوپه هيوادکې دتعليم دپراخيدواوزياتيدو زيرۍ راکوي. زموږ ټولو هيله دا ده چې ددغو خصوصي تعليمي موسساتو درسي نصاب او د تعليم سطحه لوړه او باکيفته شي. دخصوصي تعليمي موسسو چلوونکو ته ښايي چې د مادياتو دحصول تر څنګ دخپل کار معنوي ارزښتونو ته زياته توجه وکړي. ځکه په دې به هم د دوى ماديات د دوى د خوښى سره برابر شوي او هم به يې دخپل هيواد اولاد ته سم درس اوسبق  ورکړي وي چې ډيره مهمه خبره ده .
  درنو هيوادوالو !
ښايي دهيواد په ځينوتودوسيموکې د طالبانو د تهديداتو او ممانعتونو له امله ځينې مکاتب او ديني مدارس بندوي او طالبان پرې نږدې چې زموږ بچي ښوونځيو ته ولاړ شي، دا ډول ممانعت يعنې د وطن اولاد دتعليم څخه بندول د دين ، د وطن او د وطن د اولاد سره دسختې دښمنۍ مانا لري او ده.
زه يوځل بيا په طالبانو ږغ کوم چې د وطن دبچيانو له تعليم سره د دښمنۍ لاس واخلى، په دې دښمنۍ کې د دين او د نيا دواړوخساره ده. تاسو هم د دې وطن بچيان ياست. هغه طالبان چې افغانان دي؛ هغوى ته  خطاب کوم چې تاسو هم د دې وطن بچيان ياست او آينده مو بالاخره په همدې خاوره کې ده، نوخپل اولاد او د وطن اولاد تعليم ته وهڅوي. کوښښ ورسره وکړي؛ نه دا چې د تعليم څخه يې بند کړى، زه همدا راز د دې سيمو د ديني علماوو، قومي مشرانو او سپين ږيروڅخه غواړم چې د خپل نفوذ او سپين ږيريتوب څخه په استفاده دطالبانو سره خبرې وکړي او پوه يې کړي چې د وطن د بچيان دتعليم سره مخالفت ونه کړي او پرې يې نږدي چې زموږ د بچيانو آينده د هغو طالبانو او د دوى د حاميانو د شومو اهدافو قرباني شي. يعنې دا چې پرې نږدي چې هغه طالبان چې د افغانانو د تعليم او ترقۍ  مخالف دي؛ چې دا کارترسره کړي او د دوى حاميان او هغه طالبان چې د تعليم سره مخالفت کوي؛ دوى بايد منع شي او ورک شي.
تر بلې وينا مو په مخه ښـه، ښاد او آباد و اوسئ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته