امنیت

د هيواد په اتو ولايتونوکې د افغاني او بهرنيو طالبانو په ګډون پنځه ديرش تنه تروريستان ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
پنځه ديرش تنه ترويست طالبان د هيواد په ځينو ولايتونوکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
پنځه ديرش تنه تروريست طالبان چې د ننګرهار، قندهار، نيمروز، پکتيا ، پکتيکا، کاپيسا، کندز او د هلمند د ولايتونو په نا امنيوکې رول درلود؛ د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په وژل شويوکسانوکې يو شمېر بهرني اتباع او د مولوي نوبهار په نامه د تروريستو طالبانو يو قوماندان چې د ورانکارو او تروريستي پروګرامونو طرحه کوونکى و؛ هم شامل دى.
د دغو عملياتو په بهيرکې دغه راز يو شمېر تروريستان ټپيان او يو شمېر نور يې ونيول شول.
د دغو عملياتو په بهيرکې يو اندازه وسلې، د دراندو وسلو يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: د ملي اردو پنځه تنه سرتيري د دندو د ترسره کولو په بهيرکې واټ ته څېرمه د ماينونو د چاودنو له امله شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې د دغو سرتيرو شهادت تاييد کړ خو د پيښې سيمه يې مشخصه نه کړه.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د ملي اردو ځواکونو د هيواد په بېلابېلو سيمو کې د دندو د ترسره کولو په بهيرکې دوسايطو ضد ٧٢ ماينونه کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته