کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٣
په لوګر ولايت کې يوې ميرمنې نن د خپل ملکيت يو جريب ځمکه د ښوونځي د جوړولو لپاره په دغه ولايت کې د پوهنې په واک کې ورکړه.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاپور عرب د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغې ميرمنې د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار پورې اړوند د الياس خان په کلي کې د خپل ملکيت يو جريب ځمکه د الحاج احمد خان د منځني ښوونځي د ودانۍ د جوړولو لپاره د پوهنې په واک کې ورکړه.
عرب زياته کړه: اوس د ١٥٨ تنونجونو په ګډون ٤٠٠ تنه زده کوونکي په دغه ښوونځي کې په کرايي کورونوکې زده کړه کوي.
ويل کيږي؛ په روان کال کې دا دويمه پوهنپاله ميرمن ده چې خپلې شخصي ملکيت د ښوونځي د جوړولو لپاره ورکوي.
0 1 دقیقه لوستل