کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٦
د آسيا د چلنج کپ د سياليو په دوام ټاکل شوې ده د افغانستان د فوټبال ملي ټيم نن د فلسطين له ټيم سره لوبه وکړي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د آسيا د چلنج کپ سيالۍ چې د اتو آسيايي هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون يوه اوونۍ مخکې په مالديف کې پيل شوې دي؛ د افغانستان، فلسطين، مالديف او د فلپين ټيمونو وکولاى شول د دغو سياليو وروستى نيمايي پړاوته لاره ومومي.
ټاکل شوې ده په وروستى نيمايي پړاوکې د افغانستان په وخت نن له غرمې وروسته په دريو بجو د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د فلسطين د فوټبال له ملي ټيم سره لوبه وکړي.
ديادونې وړ ده چې د افغانستان د فوټبال ملي ټيم په دريو لوبوکې چې د مالديف، ترکمنستان او د لاووس له ټيمونو سره ترسره کړې؛ دوه لوبې يې برابرې سرته ورسولې او په يوه لوبه کې د يوې په مقابل کې په دريو سره د ترکمنستان ټيم ته ماتې ورکړې ده.
0 1 دقیقه لوستل