ورزش

د هيواد د فوټبال دملي ټيم غړي دوبى ته لاړل

کابل –باختر دسلواغې دريمه :
دهيواد د فوټبال دملي ټيم غړي د تمرينونو د اجرا کولو په خاطر نن دوبى ته روان شول.
په دې سفر کې له هيواد څخه دفوټبال دملي ټيم ١٥ تنه غړي او په بهير کې ميشت ٢٥ تنه افغان لوبغاړي د آسيا د چلنج کپ په سياليو کې دګدون لپاره د تيارى په خاطر په دوبى کې تمرينونونه کوي.
دفوټبال فدراسيون دځوانانو کميتې مسوول همايون کارګر دباختر آژانس خبريال ته وويل : ټاکل شوې ده د هيواد دفوټبال ملي ټيم دآسيا دچلنج کپ په سياليو کې دګډون په لاره کې دتياري لپاره چې په لاووس کې ترسره کيږي؛ په دوبى کې يولړ تمرينونه ترسره کړي.
کارګر زياته کړه چې دهيواد له دننه څخه دملي ټيم ١٥ تنه ورزشکاران اوپه بهرنيو هيوادونو کې ميشت ٢٥ تنه افغان ورزشکاران په دوبى کې په ګډه دلسو ورځو لپاره په تمرينونو لاس پورې کوي چې له هغوى څخه به دغوره څيرې د آسيا دچلنج کپ په سياليو کې دګډون لپاره انتخاب شي.
ديادونې وړ ده چې دآسيا دچلنج کپ سيالى دشلو آسيايي هيوادونو دټيمونو په ګدون دروان ميلادي کال دمارچ دمياشتې په دويمه نيټه په لاووس کې پيليږي.
ټاکل شوې ده دهيواد ملي ټيم په خپل ګروپ کې د سريلانکا ،لاووس او دمنګوليا له ټمونو سره لوبې وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته