کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
د افغانستان دکرکټ ملي ټيم په خپله دريمه لوبه کې د زيمبابوې د ټيم په وړاندې ماتې وخوړه.
د کرکټ بورد دخپرونو مسوول عزيزغروال نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغو دوو ټيمونو ترمنځ لوبه د پنځوس آوريزو سياليو په دوام پرون په زيمبابوې کې ترسره شوه.
لومړۍ لوبه افغانستان پيل کړه او په پنځوسو آورونوکې او د نهو تنو لوبغاړو په سوځيدو سره يې سيال ټيم ته ٢٢٢ منډې هدف وټاکه او د زيمبابوې د کرکټ ملي ټيم دغه هدف په وروستي آورکې پوره کړ او ګټوونکى شو.
د غروال دڅرګندونو له مخې: د افغانستان د کرکټ ملي ټيم تر اوسه پورې يوه لوبه ګټلې او دوه لوبې يې بايللې دي او ټاکل شوې ده خپله څلورمه پنځوس آوريزه لوبه سبا د زيمبابوې له ټيم سره د کابل په وخت په يوولسو بجو او ديرشو دقيقو پيل کړي.
1 1 دقیقه لوستل