سیاستخبرونهاقتصادTOP

د هوټلونو او رسټورانټونو انتفاعي مالیه ۰.۲ او د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو ثابته مالیه في لیتر ۰.۳ افغانیو ته راټیټه شوه

کابل، د زمري ۱۶مه، باختر 

د مالیې وزارت چارواکو نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د هوټلونو او رسټورانټونو د انتفاعي او د ګاز او تېلو د ثابتې مالیې د کمښت اعلان وکړ. 

د ریاست الورزاء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده غونډه کې وویل چې اسلامي امارت په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او له هغوئ سره همکارۍ ته ژمن دی، چې د هوټلونو، رسټورانټونو او تېل او ګاز پمپ سټېشنونو د مالياتو کمښت د دې خبرې ښه ثبوت دی.

حنفي زیاته کړه، چې تېر کال کې د ښوونیز او تحصیلي سکټور د پیاوړتیا په موخه، د یوه کال لپاره د هغوی انتفاعی مالیه معاف شوې وه او همدارنګه د روغتیا سکټور انتفاعي مالیه له ۴ سلنې څخه ۳ سلنې ته را کمه شوه، نوي رامنځته شوي روغتیایي مرکزونه د یو کال لپاره د انتفاعي مالیې له ورکړې څخه معاف او په دویم کال د ۲ سلنه او له هغه وروسته د ۳ سلنه انتفاعي مالیې تابع ګرځول شوي وو.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت د عوايدو او ګمرکونو معين مولوي عبدالقاهر ادريس په یاده غونډه کې اعلان وکړ، چې د ماليې وزارت په وړانديز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د نوي فرمان له مخې د ټولو هوټلونو او رسټورانټونو خاوندان له دې وروسته د ۲سلنې انتفاعي ماليې په ورکړه مکلف دي، په داسې حال کې، چې تر دې وړاندې به هغه هوټلونو چې کلني فروشات يې تر ۷۵۰ زره افغانيو پورې وو ۲ سلنه او که به يې فروشات تر دې لوړ وو د ۵ سلنه انتفاعي ماليه ورکوله.

نوموړي زیاته کړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د دغه فرمان له مخې د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو له في لېټر څخه ۰.۳ افغانۍ ثابته ماليه اخيستل کېږي، په داسې حال کې چې دغه کچه تر دې وړاندې پر في ليتر ۰.۶ افغانۍ وه.

د یادونې وړ ده، چې د هوټلونو او رسټورانټونو او د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو د اتحادیو استازو هم په دغه غونډه کې د دغه پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې په دې سره به یې ستونزې تر ډېره بریده حل او نور پانګوال به په هېواد کې پانګونې ته وهڅېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته