سیاست

د هوشمند ښارګوټي د جوړولو د تفاهم ليک په لاسليک کولـــوکې د هېواد نافذه قوانين تر پښولاندې شوي دي

کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ٢٥  :
د هوشمند ښارګوټي د قضيې د څيړنې هيئت نن په يوه خبري کنفرانس کې له خليل الله فيروزي سره د دغـــه ښارګوټي د جوړولــــو د تفاهم ليک  لاسليک د هېواد د محکمو د اجـــــرااتو او صلاحيتونو د قانون او د اساسي قانون پرخلاف وباله .
د هوشمند ښارګوټي د جوړولـــــو تفاهـم ليک د روان کال دلــــړم د مياشتې په ١٣نيټه د ښار جوړولو د چارو وزارت او د خليل الله فيروزي ترمنځ لاسليک شو.
د دغه سند لاسليک د زياتو انتقادونو او غبرګونونو سبب شو، ځکه فيروزي دکابل بانک د قضيې يو اصلي تورن دى چې دمحکمو له پريکړې سره سم په لس کاله بند محکوم شوى و .
د هېــــــواد جمهور رييس له لاسليک څخه دوه ورځې وروسته، د هوشمند ښارګوټي د جوړولو تفاهم ليک لغوه کړ او ديوه حکم په ترڅ کې يې د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د عالي ادارې د سرپرست غلام حسين فخري او لــــه اداري فسادسره د مبارزې  د څارنې او څيړنې د ګډې خپلواکې کميټې استازى محمدياسين عثماني  موظف کړل چې دغه قضيه دې په جدي توګه وڅيړي او خپل رپوټ دې جمهوري رياست ته وړاندې کړي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د عالي ادارې سرپرست  غلام حسين فخري په دې کنفرانس کې وويل: د هغې څيړنې په نتيجه کې چې هيئت  ترسره کــړې دي، د ښار جوړولو د چارو  وزارت او د خليل الله فيــــروزي ترمنځ  چې د محکمو له خوا په لس کاله بند او ديو سلو درې ديرشو مليونو ډالرو جريمې په ورکولــــو محکوم دى د هوشمند ښارګوټي د جوړولـــو په  تفاهم ليک کې له  قانـون څخه سرغړونه شوې ده.
د جمهور رئيس حقوقي سلاکار وويل چې په دې قضيه کې ښکيلوکسانو او ادارو د هېواد له نافذو قوانينو څخه سرغړاوى کړى دى.
په همدې ترتيب له  اداري فساد سره د مبارزې د څيړنې او څارنې د ګــډې خپلواکــــــې کميټې استازي محمدياسين عثماني  وويل چې دهوشمـــند ښارګوتي د جوړولو دتفاهم ليک په لاسليک  کې ښکيلوکسانو دکابل بانک دقضيې په باب ډيره کوچنۍ حقوقي پوهه هم نلرله او دهېواد په نافذو قوانينو د دجمهوررئيس د حقوقي سلاکار نه خبرتيا د دغې ستونزې د پيدا کيدو سبب شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته