ټولنه

د هوا له ککړتيا سره د مبارزې کمېسيون د عامه پوهاوي کمېټې ناسته وکړه

کابل / د زمري لومړۍ / باختر
د کابل ښار د هوا له ککړتيا سره د مبارزې د عامه پوهاوي کمېټې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين عبدالمنان شېواى شرق په مشرۍ ناسته وکړه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين پر فرهنګي ارزښتونو او ښاري فرهنګ ټينګار وکړ او ويې ويل: د دغې کمېټې اړونده بنسټونه بايد د کمېټې د اهدافو په تحقق کې هلې ځلې وکړي.
دغه راز په ناسته کې د کمېټې د غړيو ادارو استازو د دغې کمېټې د اهدافو د تحقق لپاره خپل پروګرامونه او چمتووالى څرګند کړ.
په ناسته کې وپتيل شوه چې اړونده بنسټونه په دې برخه کې خپلې طرحې او پيشنهادونه راتلوونکې ناستې ته وړاندې کړي.
په همدې موخه په ناسته کې ټينګار وشو چې د هوا د ککړتيا پر زيانونو د ښاريانو د لا زيات پوهاوي لپاره په کابل کې يو کنفرانس جوړ شي.
پاى ذ وهاج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته