کابل باختر د چنګاښ ٢
د هوا تودوخه او د روغتيا ساتنې نه رعايتول په بلخ ولايت کې د ناروغانو د کچې د لوړيدو سبب شوي دي .
په مزارشريف ښار کې د ابوعلي سينا د ماشومانو د برخې مسوول ډاکتر محمد شفيق شايق باختر اژانس ته وويل چې په مزارشريف ښارکې د سانتي ګراد په کچه څلويښتو درجو ته د تودوخې د اندازې رسيدل ددې سبب شوي دي چې هره ورځ څه نا څه دوه سوه تنه ماشومان د نس ناستې او کانګې د ناروغيو له امله دغه روغتون ته ولږدول شي .
ده زياته کړه د هوا د تودوخې ترڅنګ د چاپيريال دروغتيا ساتنې د اصولو نه رعايتول هم د دې سبب شو ي دي چې ماشومان زياد په دغو ناروغيو اخته شي .ده له کورنيو څخه وغوښتل چې دخپلو ماشومانو روغتيا ساتنې ته متوجه واوسي چې په ډول ډول ناروغيو له اخته کيدو څخه وژغورل شي .
1 1 دقیقه لوستل