د هوایي ځواک عمومي قومندانۍ بېلابېلو برخو څخه د جمهورريیس لیدنه
کابل / د چنګاښ١٢مه / باختر
جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هوایي ځواک عمومي قومندانۍ له بېلابېلو برخو د طیارو او هلیکوپترو ترمیماتي ورکشاپ، د هوایي بریدونو د سوق او ادارې ځای، د ټرانسپورټي الوتنو تنظیم، طیارو او هلیکوپترو څخه لیدنه وکړه.
دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هوایي ځواک عمومي قومندانۍاو د ۷۷۷ هوايي لوا قومندانانو د هوایي ځواک د اوسني وضعیت ترڅنګ ځینې اړوندې ستونزې او وړاندیزونه هم له جمهورريیس سره شریک کړل.
د جمهورريیس لومړي مرستیال امرالله صالح د طیارو د حفظ او مراقبت او د پیلوټانو د مسلکي روزنې په برخه کې د حکومت لومړیتوب ته په اشارې وویل، د هوایي ځواک پر تجهیز او پیاوړتیا لا ډېره پانګونه کېږي.
د هیواد جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د دوی د معلوماتو له اورېدو وروسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوایي ځواک هڅو او مبارزې څخه په مننې وویل، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي په لړ کې به د هوایي ځواک د پاتې شهیدانو مستحقو کورنیو ته هم کورونه او اپارتمانونه ورکړل شي.
همدارنګه د هوایي ځواک منسوبینو شپه او ورځ د هیواد د دښمنانو پر ضد د عملیاتو په موخه د کافي تجهیزاتو او بشپړ چمتووالي په اړه جمهورريیس او افغان ولس ته ډاډ ورکړ.#