خبرونهامنیتTOP

د هوايي ځواک ۳ پیلوټان له عملي او نظري زده کړو فارغ او د هوايي ځواک او هوايي مدافعې پوهنتون د محصلینو درسي دوره پیل شوه

د هوايي ځواک ۳ پیلوټان له عملي او نظري زده کړو فارغ او د هوايي ځواک او هوايي مدافعې پوهنتون د محصلینو درسي دوره پیل شوه
کابل، د وږي ۲۳مه، باختر
له عملي او نظري زده کړو څخه د هېواد د هوايي ځواکونو د ۳ تنو پیلوټانو فراغت او د ملي دفاع وزارت اړوند د هوايي ځواک او هوايي مدافعي پوهنتون ۴ کلنه دوره نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه.
د ملي دفاع وزارت د وسلوالو ځواکونو ستر درستیز قاري فصیح الدین فطرت په یادو مراسمو کې وویل چې یاد وزارت د يوه داسې اسلامي ملي اردو په جوړولو کار کوي، چې په بشپړه اسلامي روحيه او قوي مورال په هر ډول شرايطو کې له خپلې خاورې، هېواد، اسلامي شريعت او ملي ارزښتونو څخه په ميړانه دفاع وکړي.

Ps2024091411 1png
فطرت زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امريکا له ماتې خوړولو سره سم د افغانستان يوشمېر چورلکې هم نورو هېوادونو ته انتقال شوې او امريکايان اوس د ټولو اصولو خلاف په سپين سترګۍ سره د يادو چورلکو د سرنوشت په تړاو خبرې کوي، خو نړۍ بايد دا له ياده ونه باسي، چې افغانان خپل حق چاته نه بخښي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په یادو مراسمو کې وویل چې په تېر کې افغانستان په لوی لاس د هوايي ځواک په برخه کې نورو ته احتياج ساتل شوی و، خو ډېر د وياړ ځای دی، چې نن د افغان روزونکو له لوري د روزل شويو مسلکي پیلوټانو د فراغت شاهدان يو.
نوموړي همدرانګه وویل هغوی، چې د افغانستان په بېعزتۍ کې به يې خپل عزت او د افغانستان په نا امنۍ کې خپل امنيت لټاوه نور بايد په دې پوه شي، چې افغانان په هر قيمت خپلواکي غواړي او دغه ولس ته اشغال او لاسپوڅي حکومتونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی.

Ps2024091411 2png
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوايي ځواک په برخه کې د پياوړي او مسلکي ځواک د روزنې او په کم وخت کې د ځان بسياينې په برخه په ټول توان سره هڅه وکړي.
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد نديم وویل چې اسلامي امارت د جهاد له بريا وروسته اوس له يوې بلې ازموينې سره مخ دی، چې هغه د افغانستان پر پښو درول او د ولس هوساينه ده او په همدې موخه د لوړو زده کړو، کرنې، اقتصاد او امنيتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتيا په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په یادو مراسمو کې وویل چې د افغانستان په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې د مدرسې يو طالب او د جهاد د سنګر يو ستړی مجاهد د زياتو هڅو، زيار او تخنيکي او عملي زده کړو وروسته چورلکه هوا ته پورته کوئ او دا د اسلامي امارت او افغانستان لپاره ستر وياړ دی.
نوري زیاته کړه، چې د افغانستان دښمنانو ۴۷ کاله په ټول توان سره د افغانانو د ټوټه ټوټه کولو، وېشلو او د افغانستان د تجزيې لپاره هڅې وکړې، خو اسلامي امارت دغه ټول شوم پلانونه شنډ کړل او اوس يې د هېواد ابادۍ ته ملا تړلې ده.
د یادونې وړ ده، چې یاد ۳ تنه پیلوټان له دوه کاله عملي او نظري زده کړو وروسته نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل او ۱۲۰ تنه نورو د هوايي ځواک او هوايي مدافعې پوهنتون ۴ کلنه دوره پیل شوه، چې له دغې جملې څخه به ۸۰ تنه د پیلوټۍ، ۲۵ تنه کشاف پروازي او ۱۵ نور د الوتکو د تخنیک په برخو کې زده کړې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته