خبرونهامنیتTOPټولنه

د هوايي ځواک له لوري د بغلان له سېلاب ځپلو سره د مرستو بهیر پیل شوی

کابل، د غوايي ۲۲مه، باختر

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د بغلان ولایت سېلاب ځپلو سیمو کې د هوايي ځواک له لوري د مرستو رسولو بهیر پیل شوی دی.

دغه وزارت ویلي، چې د بغلان ولایت په ډنډغوري، شهرنو، تاله او برفک، نهرین او برکه ولسوالیو کې له بې ساري سېلابونو سره، چې د سیمې اوسېدونکو ته یې ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي، د هېواد هوايي ځواکونو او د ملي اسلامي اردو سرتېري په ګډه سره د پېښې ځای ته په خپل وخت رسېدلي او تر دې دمه یې د هر ډول مرستې کولو څخه ډډه نده کړې.

 په همدې حال کې د زید بن حارثه لواء ځواکونو او د ۲۱۷ عمري قول اردو له نورو قطعاتو سره په همغږۍ په سېلابونو کې د ایسار هېوادوالو د ژغورلو هڅې کوي، ترڅو د دې پیښې څخه د لا زیاتو تلفاتو او زیانونو مخنیوی وکړي.

ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست شیخ نداء محمد ندیم په لارښوونه د دغه وزارت تر چتر لاندې د مرکزي تدریسي روغتونونو د بېړنيو روغتیايي مرستو لپاره یو مجهز ټيم هم د بغلان ولایت سېلاب ځپلو سیمو ته استول شوی دی.

د معلوماتو له مخې؛ په بغلان کې د تېرې ورځې د سېلابونو له کبله تر دې دمه ۵۰ تنه شهیدان شوي او اټکل کېږي، چې په دې شمېره که به نور لوړوالی هم راشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته