هرات/ باختر دزمري نولسمه :
د لويديځ زون ٧٠ تنه ځوانان د هېواد د هوايي پوځ د افسرانو په اکاډمۍ کې دشموليت په مقصد کابل ته را واستول شول .
له ١٧٠ تنو داوطلبو ځوانانو څخه چې پخوا يې دهېواد دهوايي پوځ دافسرانو په اکاډمۍ کې د شموليت په مقصد آزموينې ورکړې وه، نن ٧٠ تنه يې چې لوړې نمرې يې لرلې، انتخاب او د هوايي پوځ د افسرانو په اکاډمۍ کې د شموليت په مقصد د هېواد مرکز ته را واستول شول .
په لويديځ زون کې د ملي اردو د جلب او جذب قوماندان محمد نادر عظيمي د ملي اردو په ليکو کې د ځوانانو ګډون له نظام سره د خپل بشپړ او غوڅ ملاتړ نښه نښانه وبلله او ټينګار يې وکړ چې دهېواد په وسله والو ځواکونوکې دهېواد د ځوانانو ګډون او ملاتړ دهېواد د سولې او امنيت دښمنانو ته په څرګند او روښانه پيغام دى چې غواړي د هېواد د ويجاړتيا سبب شي .
د يادونې وړ ده چې دغه آزموينه دملي دفاع وزارت د ستر درستيز د مقام له لارښوونې سره سم او د هېواد له مرکز څخه د استول شوي هيئت په وړاندې دلويديځ زون په ولايتونو ( هرات ، فراه ، بادغيس او غور ) کې واخستل شوه او په ترڅ کې يې د دولسمو ټولګيو او له دې څخه لوړ له دوه سوه لسو تنو داوطلبانو فارغانو له جملې څخه ١٨٠ تنه يې د آزموينې په بهيرکې شامل شوي وو چې د نتيجو له څيړنې وروسته ٧٠ تنه يې بريالي شول او د لوست د دوام لپاره دهېواد په مرکز کې د هوايي پوځ د افسرانو اکاډمۍ ته را واستول شول .
0 1 دقیقه لوستل