امنیت

د هوايي عملياتو له امله درې تنه ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
د هېواد د هوايي ځواکونو د هغو عملياتو له امله چې پرون د پکتيا ولايت د جاني خيلو په ولسوالۍ کې ترسره شول؛ درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
د پکتيا د والي وياند نجيب احمد اتل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات له دريو استقامتونو څخه د طالبانو په سنګرونو ترسره شول.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته