امنیت

د هوايي برخې امنيتي مسووليتونه هم افغان ځواکونو ته وسپارل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
د هوايي قول اردو قوماندان نن هوايي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې په مراسموکې ټينګار وکړ چې هوايي څانګه به د هيواد په دفاعي ځواکونو کې لکه څنګه چې لازمه ده؛ شامله شي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نن د هوايي برخې امنيتي مسووليتونه د ملي اردو هوايي ځواکونو ته وسپارل .
په هغو ځانګړو مراسموکې چې له همدې امله نن په کابل کې پرځاى شول؛ د هوايي قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد دوران د هيواد د هوايي ځواکونو له خوا د مسووليت منل په خپلو پښو د دريدو په لاره کې يو ګټور ګام وباله.
ده سره له دې چې د هيواد په هوايي ځواکونوکې يو لړ بدلونونو ته اشاره وکړه؛ ويې ويل چې د ملي وحدت د حکومت له جوړيدو وروسته په هيوادکې زيات بدلونونه رامنځته شوي دي؛ د هيواد د هوايي ځواکونو په ظرفيت جوړولو يې ټينګار وکړ.
جنرال دوران د هيواد د هوايي ځواکونو له منسوبينو څخه وغوښتل چې د امنيتي مسووليتونو په منلو سره خلاقيت، سازمان ورکول او نوښت په خپل ځان کې وروزي او ښوونه ، دسپلين او انظباط په پام کې ونيسي .
ده وويل چې په ملي اردوکې هوايي څانګه به په هغه ډول چې لازمه او ورته اړتيا ده؛ راشامله شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته