نړۍ، د زمري ۱۴ مه، بهرنۍ رسنۍ
د ایران د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو دفتر له لوري د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د شهادت په اړه درېیمه شمېره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سپاه پاسداران په مېلمستون کې د هنیه پر خونې برید کې له لنډ واټن ویشتونکي توعندي او له ۷ کیلو ګرامه ډېرې قوت لرونکې سرګلولې څخه استفاده شوې او دغه راز د دغه سازمان وروستي معلومات هم د تېرو هغو په څېر ښيي چې برید د اسرایلو صهیونستي رژیم د امریکا په مرسته ترسره کړی.
سپاه یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې سخت غچ به یې واخلي.
هنیه تېره اونۍ په تهران کې وروسته له هغې په شهادت ورسول شو، چې د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې یې ګډون کړی و.
هنیه د حماس او اسرایلو ترمنځ د اوربند په روانو خبرو کې هم مهم رول درلود.