نړۍ، د زمري ۱۳ مه، باختر
الجزیرې د امریکایي رسنیو د راپورونو په حواله خبر ورکړی، چې ایراني پولیسو لسګونه کسان، چې پوځي افسران هم په کې شامل دي، نیولي دي.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې دغه کسان د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د شهادت په اړه د څېړنو کولو په درشل کې نیول شوي دي.
راپورونه زیاتوي، چې پولیسو تر پېښې وروسته د سپاه پاسداران پر مېلمستون، چې هنیه په کې شهید شو، هجوم وروړی او هلته موجود ټول کسان یې د څېړنو په موخه نیولي دي.
ایراني سرچینو دغه راز ویلي، چې پولیسو په هوایي ډګرونو کې هم د ځینو کسانو په لټه پسې محدودیتونه زیات کړي دي.
ایراني پولیسو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.