فرهنګ

د هنر نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د پيغام په لوستلو سره د هنر ورځ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د يوې غونډې په جوړولو سره ونمانځل شوه .

د باخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: د دغې غونډې په پيل کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني، په پارلماني چاروکې د دولت د وزير پوهنمل نبي فراهي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معينانو او رييسانو، د يوشمېر بهرنيو ميلمنو او د بېلابېلو برخو د ګڼ شمېر هنرمندانو په ګډون جوړه شوه؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني پيغام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معين سيد مصدق خليلي له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يي ويل شوي دي: «هنر د انسانانو د ژوندانه نه جلا کيدونکې برخه ده او هنر په افغانستان کې اوږد عمر لري. زموږ هيواد له زياتې زمانې راپديخوا د سيمې او نړۍ د ستروتمدنونو دميراث خاوندو، خوله بده مرغه په ځينو  وختونوکې سياسي حالاتو او شرايطو په هيوادکې د هنر حوزوته زيات زيانونه اړولي دي. دا دى د دې وخت را رسيدلى دى چې د هنر، هنرمند او د هيواد  د هنري شتمنيو ملاتړ وشي او دولت به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې د هنري فعاليتونو تګلوري په نامطلوبو شرايطوکې له ډب سره مخامخ شي.» 
دغه راز په پيغام کې د دغې غونډې د جوړولو په خاطر د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه په قدردانۍ سره ويل شوي دي: د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت، هنري بنسټونو او شبکو څخه غواړو چې خپلې ټولې ممکنې هلې ځلې د هيواد  د هنري ظرفيتونو د انکشاف او ودې  په لاره کې وکاروي .

په دې غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني په هيوادکې د هنر او هنرمند د حالت په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: افغانانوپه بېلابېلو ساحوکې خپل استعدادونه ښودلي دي، له ساينس څخه نيولې تر علم او تخنيک، د هنر او ورزش په بېلابېلو برخوکې، سربېره پر دې چې په دغو برخوکې ښه ځليدلي دي؛ په ملي او نړيوالو سياليوکې هم خپل هيواد ته ښه برياليتوبونه ګټلي دي.

ده زياته کړه: له هغوستونزوسره سره چې په هيوادکې په بېلابېلو شرايطوکې دهنر او هنرمندانو د لارې پرسر پراته و او آن لکه څنګه چې هنرمندانو، شاعرانو او ليکوالو ته په کار دى؛ د هغوى قدر نه دى شوى، خو سره له دې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه او هاندکوي چې هنر، هنرمندانو، شاعرانو او ليکوالو ته پاملرنه وشي.

  دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د انځور ګرۍ په برخه کې د هيواد د نومياليو هنرمندانو استاد برشنا، استاد غوث الدين او محى الدين شبنم، د موسيقۍ په برخه کې د استاد سر آهنګ، استاد قاسم، چاچا محمود او د استاد غلام حسين او د شعر په برخه کې د خوشحال خان خټک او د يوشمېر نورو شاعرانو يادونه وکړه او د تياتر په برخه کې د استاد رفيق صادق، استادعبدالقيوم بېسد، حميد جليبا او د هيواد د يوشمير نورو هنرمندانويادونه وکړه چې د هنرونو د پرمختګ په لاره کې يې زيات خدمتونه او هلې ځلې کړې دي.

د دغې غونډې په بهيرکې د ملي تياترهنرمندانو د (ديدار) په نامه يوه نمايشنامه اجرا کړه او وروسته يومستند فلم چې د افغان فلم له آرشيف څخه د دغې ادارې د کارکوونکو له خوا برابر شوى و؛ وښودل شو.

دغه راز يوشمېر هنرمندانو د موسيقۍ پارچې اجرا کړې.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د استادى د لقب هغه سندونه چې د موسيقۍ  رياست په وړانديز منظور شوي و؛ فقير محمد، رحماني، ګل علم او صاحب ګل ته ورکړل.

د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير او د ځينو مسوولينو له خوا د هيواد يوشمېر برياليو او غوره هنرمندانو ته د ستاينې لوحې ورکړې شوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دغه راز د انځور ګرۍ د آثارو هغه نندارتون چې د هنر د ورځې په مناسبت جوړ شوى و؛ پرانست او د دغه بنسټ  له يوشمېر مسوولينو او علاقمندانو سره يې وکتل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته