فرهنګ

د هنري او ادبي سياليو دګټوونکو جايزې وويشل شوې

کابلباختر د سنبلي ٣١
د ادبي او هنري سياليو دګټوونکو جايزې چې د زمري د مياشتې د اته ويشتمې نيټې د هيواد دخپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو په وياړ ترسره شوې وې؛ نن وويشل شوې.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سلاکار، معينانو او رييسانو او د يو شمېر هنرمندانو ، ليکوالو ، شاعرانو، دکابل پوهنتون اود افغانستان د علومو داکاډمۍ د استادانو او دفرهنګي شخصيتونو په ګډون د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالارکې جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرډاکترسيد مخدوم رهين په ټولنه کې د هنر اوهنرمند د ارزښت په باب معلومات ورکړل او وې ويل: په دغه شان هنري ، ادبي او د نورو برخو په سياليوکې د هنرمندانو دګډون ارزښت په واقعيت کې ګټل دى. زه نه يواځې هغو کسانو ته چې جايزې يې ګټلې دي؛ مبارکي وايم؛ بلکې هغو کسانو ته چې په دغوسياليوکې يې ګډون کړى دى؛ هم مبارکي وايم. ستاسو هريو ددغوجايزو اودنورو جايزو لياقت لرئ.
په دې غونډه کې د ا طلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي هم د دغوهنري او ادبي سياليو له هنرمندانو او د جوړولو له کميسيون څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وويل: دغه سيالۍ دهنر اوهنرمند د درنا وي او ودې په خاطر جوړې شوې وې اود هنرمند مقام دستاينې وړ دى.
ده وويل: هنر په بشري ټولنه کې فعال او رغنده رول لري او هنرمندان دي چې هنر دبشر دنيکمرغۍ په لاره کې کاروي.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ رييس محمدافسررهبين ددغه فرهنګي-ادبي سياليو په باب معلومات ورکړل او وې ويل: په دې سياليوکې په اتو څانګوکې يو سلو اووه پنځوس آثار کانديدشوي وچې له دې جملې څخه نهه اتيا آثار د ادبي تحقيقاتو د تاريخ ، شعر ، طنز، داستان ، ښکلوهنرونو ، سينما، تياتر،موسيقۍ ، ژورناليزم او د راډيو ټلويزيون په څآنګو کې ګټونکي اعلام شول.
ده وويل: ددغو هنري او ادبي سياليو دګټوونکو د آثارو لومړۍ درجه جايزه اته زره افغانۍ ، دويمه درجه پنځه زره افغانۍ او دريمه درجه آثار درې زره افغا نۍ ترلاسه کړل.
يوشاعر مجيب مهرداد هم په دې غونډه کې خبرې وکړې، په دې ترڅ کې چې ددغو سياليو د ترسره کولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت څخه يې قدرداني وکړه، دهيواد ليکوالو اوهنرمندا نو ته يي دمسولينو دزيا تې پاملرنې غوښتنه وکړه .
دغونډې په پاى کې جايزې او سوغاتونه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکترسيد مخدوم رهين ، ددغه وزارت د معينانو او رييسانو اوځينو فرهنګي شخصيتونو له خوا په ګټوونکو وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته