فرهنګ

د هنرمندانو د ملاتړ صندوق جوړشو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په مشرۍ او د هنري مرکزونو د استازو او د هنرو د برخې د يو شمېر پيژندل شويو شخصيتونو په ګډون نن په يوه غونډه کې د هنرمندانو د ملاتړ صندوق جوړ شو .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دباختر آژانس د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: د دغه صندوق د جوړولو هدف په بيړنيو حالاتوکې له هنرمندانو سره مرسته ده او کله چې د دغه صندوق غړي هنرمندان له داسې پيښو سره مخامخ کيږي چې سملاسي مالي مرستې ته اړتيا ولري؛ د هنرمندانو د ملاتړ صندوق بايد د هغوى مرستې ته ورودانګي.
په نننۍ غونډه کې د صندوق مديره هيئت له نهو تنو څخه چې عبارت دي:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سلاکار سيدعمر سلطان، د انځورګرى له هنر څخه ډاکتر محمد يوسف آصفي ،د مجسمې جوړولو له هنر څخه استاد محمد علي غياثي، د خطاطى له هنر څخه قمرالدين چشتي، د ګرافيک له هنر څخه سيد محسن حسيني ، د تياتر له هنر څخه ګل مکۍ شا،د سينما له هنر څخه رويا سادات ، د موسيقى له هنر څخه اسلام الدين فيروز او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو له پوهنځي څخه پوهاند محمد عالم فرهاد وټاکل شول.
دغه راز مديره هيئت، د عامل هيئت درې تنه غړي چې عبارت دي: د موسيقي پوهانو د ټولنې له مرستيال استاد ګل زمان، د سينما ګرانو له اتحاديې څخه جوانشير حيدري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازي محمد هاشم شارق وټاکل شول .
دغه راز د پلټنې هيئت چې عبارت دي له: د تياتر له هنر څخه استاد اسد الله تاج زي، دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو له پوهنځي څخه پوهندوى محمد اعظم حسيني زاده او د سينما له هنر څخه صباسحر وټاکل.
هيئت د رايو په اتفاق د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت سلاکار سيد عمر سلطان د خپل رييس په توګه انتخاب کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته