خبرونهنړۍ

د هند په جمو کشمیر کې ۵ هندي پوځيان وژل شوي

کابل، د چنګاښ ۱۹مه، بهرنۍ رسنۍ

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند په جمو کشمیر کاتوا سیمه کې د وسلوالو په برید کې ۵ هندي سرتیري وژل شوي دي.

برید پرون دوشنبه ځایي وخت تر غرمې وروسته په درې نیمو بجو هغه مهال شوی، چې د هندي پوځیانو موټریز کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې وه.

دا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د خپل ډول څلورمه حمله ده، چې پایله کې یې هندي سرتیري وژل کیږي.

د روانې جولای میاشتې په ۶ مه او ۷ مه نېټه هم یو لړ ورته بریدونو کې ۶ ملیشې او ۲ سرتیري وژل شوي وو.

د برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو هندي پوځ ویلي د وسلوالو درک معلومولو لپاره یې عملیات پیل کړي او د ځمکې او هوا له لارې هڅه کوي برید کوونکي پیدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته