نوى ډيلى ايرنا/ باختر دلړم دمياشتې ١ :
د هند سرحدي ځواکونه د دوه سوه پنځوسو زرو تنو په لرلو سره د نړۍ دسرحدي سترو ځواکونوپه توګه پنځوس کلن شو.
دغه ځواکــونه د هند، پاکستان او بنګله ديش ترمنځ د ٦٦٢٣ کيلومتره پولې ساتنه کوي .
دايرنا خبري آژانس دهند دامنيتي ځواکونو د خبرتيا له مخې وليکل چې ددغه هيوادسرحدي ځواکونه په تيرو پنځوسو کلونو کې هندوستان ته دنهه زرو تنو غيرقانوني کسانو د ننوتلو مخه نيولي ، دوه زره تنه يې وژلي او يو شمير نور يې نيولي دي.
د همدې خبر له مخې : زياتره هغه کسان چې هند ته ننوتي دي دپاکستان له پولې څخه دکشميرپه ناحيه کې وو.
ايرنا د ټايمز آف انديا ورځپاڼې له خولې زياته کړه : د هند رسمي مقاماتو داعلام له مخې ، ددغه هېواد سرحدي ځواکونو ١٥٥١ تنه يې په سرحدي جګړو کې له لاسه ورکړي دي .
د هند دکورنيو چارو وزير راج نات سنګهه ددغه هېواد دسرحدي ځواکونو دپنځوس کلنۍ په مناسبت پرون وويل : هند هلې ځلې کوي چې دڅلورو تنو ښځو په ګډون اوولس تنه هندي اتباع چې ذهني ناروغي لري او زياته موده کيږي چې
دپاکستان په جيلونو کې شپې سباکوي ، آزاد کړي.