کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه :
د پستي خدمتونو د تنظيم ادارې د شهير له خصوصي سياحتي شرکت سره يو تفاهم ليک لاسليک کړ چې د دغه تفاهم ليک په لاسليک کولو سره د هندوستان د ويزې غوښتوونکي ته زياتې آسانتياوې برابريږي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د دغه تفاهم ليک له مخې: دغه شرکت ته د پستي فعاليت اجازه ورکړ شوې ده او دغه شرکت د پيسو د ورکړې لکه د امتياز حق، د پستي خدمتونو تصمين او د پستي خدمتونو د تنظيم ادارې ته د خپلو عوايد په سلوکې د پنځلسو په ورکولو ژمن دى .
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د پستي خدمتونو د تنظيم رئيس حکمت الله الکوزي د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په وخت کې وويل: ددغې اجازه نامې موخه د هندوستان د ويزې د اخيستلو په وخت کې د غوښتوونکو لپاره د زياتو خدمتونو وړاندې کول دي.
ده وويل: د پستي خدمتونو اداره په دې برخه کې څارونکې ده.
په همدې حال کې د شهير د سياحتي خصوصي شرکت مرستيال محمد فرهاد لطيفي وويل: زموږ شرکت هند ته د ويزې د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لس کلنه تجربه او په پام کې لري چې دغه خدمتونه د نورو هېوادونو د ويزې د اخيستلو په برخه کې پراختيا ومومي.
ده وويل: د شهير شرکت د هندوستان هېواد د ويزې له غوښتوونکي څخه د خدمتونو د وړاندې کولو په بدل کې يوازې ٣۵٠ افغانۍ اخلي .
پاى سعيده ذ
0 1 دقیقه لوستل